کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کارمندانو او محصلینو تر منځ د سیرت النبيﷺ د سیالۍ آزموينې پایلې اعلان شوې!

keu_admin
Mon, Oct 23 2023 2:07 PM
555

چهارشنبې ورځ د ٢/٤/١٤٤٥ه.ق چې له ٢٦/٧/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې لخوا د اسلامي علومو پوهنځي سره په همغږۍ د پوهنتون رئیس، معاونینو، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس، د دعوت او ارشاد څانګې مسؤولینو او د اسلامي علومو پوهنځي استادانو په ګډون د سیرت النبيﷺ د سیالۍ آزموينې پایلې د شانداره مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.

د یادو مراسمو غونډه د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي ذبیح الله "عابد" د قرانکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد آمریت او اسلامي علومو پوهنځي څخه مننه وکړه چې یاده برنامه یې په کامیابۍ سره پای ته ورسوله، همدارنګه یې د سیرت النبی ﷺاړوند ټولو ګډونکوونکو ته اړین معلومات وړاندې کړل او ګډونکوونکو ته یې په ژوند کې د نبوي اخلاقو، سنتونو، ښه سلوک او دین ته د خدمت کولو په پلي کولو سره اړینې سپارېښتنې وکړې .

د غونډې په لړ کې د محصلینو لخوا نعتونه، ترانې او د حضرت مصطفی(ص) د ژوند اړوند مقالې ګډوونکوونکو حضور ته وړاندې شوې.

د غونډې په پای کې د آزموینې پایلې اعلان شوې او له اول مقام څخه تر لسم مقام ګډونکوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS