کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د طبیعي علومو پوهنځي استادانو سره ولیدل!

keu_admin
Tue, Oct 17 2023 1:35 PM
4555

دوشنبې ورځ د 24/7/1402 هـ.ش چې له 30/3/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د طبیعي علومو پوهنځي له استادانو سره لیدنه وکړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، طبیعي علومو پوهنځي رئیس او استادانو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې وویل: چې یاده غونډه له استادانو سره د ښو درسي میتودونو عملي کولو په پار نیول شوې ده.

زیاته یې کړه: محترمو استادانو د محصلینو روزل او تربیه ستاسو په لاس کې ده او د ښې روزنې راتلونکې روښانه وي، له خپلو محصلینو سره ښه سلوک او اخلاق کوئ او د پوهنتون اصولو او قوانینو ته په کتو خپلې تدریسي چارې د نویو درسي میتیوتونو مطابق پر مخ یوسئ.

همدارنګه ښاغلي "هاشمي" د یادې پوهنځي استادانو ته د "په کارونو کې ریښتینوالي او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې" په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو آورېدولو وروسته یې د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS