محصلینو ته د غاښونو حفظ الصحې اړوند سمینار وړاندې شو!
دوشنبه-٢١،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امریت له لوري د سهار ستوري کلینیک په همکاري د طبیعي علومو پوهنځي د بیولوژي څانګې محصلینو ته " د غاښونو حفظ او مراقبت او له خرابېدو څخه یې مخنیوي لارو چارو" اړوند یو ورځنی معلوماتي-ښوونیز سمینار وړاندې شو.
په پیل کې، د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امر مولوي سبحان الله عزام د سهار ستوري کلینیک مسؤلینو له همکارۍ څخه د مننې او قدرداني ترڅنګ د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د ځان او غړو د روغتیا ساتنې اړوند مفصلې خبرې وکړې. ده وویل، چې د اسلام مبارک دین روغتیا، نظافت او د بدن غړو دوامداره حفاظت او مراقبت ته جدي پاملرنه کړې او دې مورد ته ګڼ شمېر احکام او لارښوونې متوجه دي، چې له ډلې یې هم د مسواک پر استعمال د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار او تاکید یادولی شو.
ورپسې د یاد کلینیک مسؤلینو او د سمینار وړاندي کوونکي ډاکټر په نوبت سره د غاښونو د ساتنې او مراقبت اړوند مفصل بحثونه وکړل، چې د ګډونوالو د لا پوهاوي او پاملرنې سبب شول.
د نشراتو او عامه اړیکو امریت
