په علمي کارمندانو کې د شمولیت لپاره آزموینه

keu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۳:۲۷
sds

د 1399 کال د یکشنبې په ورځ د تلې په ۶ مه، د میدان وردګو د لوړو زده کړو موسسې د ریاضی څانګې لپاره د څلورکادری بستونو د اړتیا او اعلان پراساس، ۳۷ وړ لیسانس نوماندان د شارټ لیست آزموینې اخیستلو په مقصد دې پوهنتون ته معرفي شوي ؤ. د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي، د طبیعي علومو پوهنځي رییس ښاغلي اسدالله فروغ، د استادانو آمر ښاغلي نجیب الله بکیزاد ریاضي څانګې آمر حنیفه حبیب، د او یو شمیر استادانو په شتون کې، د سهار له ۹:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پوري واخیستل شو. د آزموینې پایله همغه ورځ اعلان شوه. او د علمي غړو ګمارلو د لایحه سره سم، هغه کاندیدان چې لوړه نمره ترلاسه کړې د کنفرانس لپاره یې موضوع د څانګې له خوا غوره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې له استادانو سره غونډه ترسره کړه!

شنبې ورځ د ١٩/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٨/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"   د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۵۱
Background image

ورځنی حدیث او نېټه!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۵:۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د اسلامي علومو پوهنځي استادانو لپاره" د اسلامي علومو نړیوال او ملي ژورنالونو څخه د ګټه اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

دوشنبې ورځ ١٣/٤/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٤/٧/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د څېړنو او علمي مجلو معاونیت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د اسلامي علومو پوهنځي. . .

BACK TO NEWS