د شهید اونۍ لمانځل

keu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۶:۵۰
zxz

 

د ۱۳۹۹ کال د یکشنبې په ورځ د وږي په ۲۳ مه، د شهید اونۍ د لمانځلو او ملي اتل احمدشاه مسعود د نولسمې کلیزې لمانځلو مراسم د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په عمومي تالار کې ترسره شو.

په دې مراسمو کې ، د ملي اتل د بنسټ رییس ښاغلي احمد ولی مسعود ، د ملي پخلاینې شورا مرستیال ښاغلي عطاء الرحمن سلیم ، د مشرانو جرګې سلاکار ښاغلي مولوي عبد الخلیل ، د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټ ښاغلي سید نبی نبیل ، مشهور ژورنالست ښاغلي محمد فهیم دشتي، شاعر او لیکوال ښاغلي ګل پاچا بینا، د ټولنپوهنې د څانګې استاد پوهنمل ډاکټر ذبیح الله اسدي ، د مالي او اداري چارو مرستیال پوهندوي عبدالخالق حیدري، د اسلامي زده کړو د پوهنځي رییس پوهنیار سید هاشم امین ، استادانو، اداری کارکوونکو، میلمنو او زده کونکو ګدون درلود.

مراسم د خدای تعالی د کلام په تلاوت سره پیل شو، د ملي سرود له خپرولو وروسته ښاغلي ډاکټر ذبیح الله اسدي، د راغلو میلمنو هرکلی وکړ او د ملي اتل احمدشاه مسعود د زړورتیا، مېړانۍ او اتلولۍ په اړه یې خبرې وکړې. وروسته د ښاغلي پوهنیارسید هاشم امین، د پوهنتون مشرتابه په استازیتوب خبرې وکړې او د خپلې وینا په جریان کې یې د ملي اتل ښه چلند او کړنې په ګوته کړې او هغه یې د وطن دوسته او خپلواکۍ غوښتونکی انسان وباله. ورپسې ښاغلي عبدالحبیب عیار، د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو په استازیتوب خبرې وکړې او د ملي اتل احمدشاه مسعود یوه نوې مقاله یي ولوستله، چې په دې وروستیو کې د ملي اتل د بنسټ له خوا خپره شوې او برخه والو ته یې وړاندې کړئ. له هغه نه وروسته ښاغلي محمد فهیم دشتي د خپل ژوند ځینې یادونه یاد کړل، چې هغه د ملي اتل سره تیره کړې او هغه یې یو نرم ، صادق ، لوړ ذهن لرونکی شخص او وطن ته ژمن وباله. بیا د بهرنیو چارو وزارت ډیپلومات ښاغلي سید نبی نبیل، د ملي پخلاینې شورا مرستیال ښاغلي عطاء الرحمن سلیم او په مشرانو جرګه کې سلاکار ښاغلي مولوي عبدالخليل هر یو د موضوع په اړه خبرې وکړې. ورپسې د ملي اتل بنسټ رییس ښاغلي احمد ولی مسعود د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود د سیاسي، ټولنیز ، اقتصادي او فرهنګي افکارو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې.د غونډي په پای کې د هیواد ځوان شاعر او لیکوال ښاغلي ګل پاچا بینا، سربیره د خبرو څو ټوټې شعرونه یې ولوستل. غونډه د دعا په ویلو سره سرته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د زده کړې ارواپوهنې له بنسټونو سره د بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

سې شنبې ورځ ٣٠/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د مشرتابه احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ کې د امیر مقام او د امیر اطاعت موضوع تدریس شوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د مشرتابه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

 یاده غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS