سمسور او آباد افغانستان په هیله!

yasin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۸:۵۱
444

شنبې ورځ د 13/9/1445 ه.ق چې له 4/1/1403 ه.ش نېټې سره سمون لري د نجم خیریه بنسټ لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د لا ښکلا لپاره (200) نیالګي ډالۍ شول.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د نجم خیریه بنسټ له رئیس څخه منندویي وکړه، چې د پوهنتون ښکلا لپاره یې نیالګي ډالۍ کړل. زیاته یې کړه: ” د هېواد آبادوول زمونږ او ستاسو ګډ مسؤولیت او دنده ده او په هره برخه کې باید د خپل هېواد لپاره کار او زیار اوباسو.

د یادولو وړ ده چې یاد نیالګي د پوهنتون رئیس، علمي چارو او مالي او اداري چارو معاونینو او د نجم خیریه بنسټ رئیس په حضور کې د پوهنتون مختلفو ساحو کې کېنول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د زده کړې ارواپوهنې له بنسټونو سره د بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

سې شنبې ورځ ٣٠/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د مشرتابه احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ کې د امیر مقام او د امیر اطاعت موضوع تدریس شوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د مشرتابه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

 یاده غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS