د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو آمریت لخوا د اسلامي ښوونې کمېټه افتتاح شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۰:۵
5yyyy

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو آمریت لخوا د لومړي ځل لپاره په پوهنتون کې د اسلامي ښوونې کمېټه افتتاح شوه.

په غونډه کې د محصلینو چارو، مالي او اداري چارو معاونینو، د اسلامي علومو پوهنځي استادانو، اداري څانګو آمرینو، د محصلینو د کمېټې غړو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د محصلینو خدماتو چارو څانګې آمر ښاغلي قاري شفیع الله “آخندزاده” د یادې کمېټې رامنځته کېدو او ارزښت اړوند د غونډې ګډونکوونکو ته معلومات وړاندې کړل، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: د هېواد په سطحه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لومړنی پوهنتون دی چې، د اسلامي ښوونې کمېټه یې رامنځ ته کړه، همدارنګه یې زیاته کړه چې د یادې کمېټې مهمې او اساسي موخې د محصلانو د فکري ښوونې، خپلو ټولو ديني مسؤلیتونو ته د متوجه کېدلو او د اسلام مبارک دین په پوره او کامله توګه پېژندلو په پار به یاده کمېټه خپل مسوولیتونه په ښه توګه مخته یوسي.

همدارنګه د غونډې ګډونکوونکو د یادې کمېټې رامنځته کېدلو په پار د محصلینو خدماتو چارو آمریت څخه مننه وکړه او د یادې کمېټې سره یې خپله همکاري وښودله.

په آخر کې د محصلینو د کمېټې غړو د نظرونو او وړاندیزونو په آورېدلو سره غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS