کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۴:۷
123

شنبې ورځ د ٣١/٦/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٨/٣/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اداري سلسله مراتبو رعایت کولو، د معاونیتونو او پوهنځیو ترمنځ همغږۍ او د محصلینو نظم او دسپلین اړوند خبرې وکړې، همدارنګه یې د ١٤٠٣ کال د دوه ربعو د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش د علمي شورا غړو سره شریک کړ چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شو.

وروسته د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"زبیر" د مالي او اداري چارو اړوند آمریتونو د ١٤٠٣ کال دوه ربعو ګزارش د علمي شورا غړو ته وړاندې کړ چې د علمي شورا لخوا تأیید شو.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د پوهنتون ریاست اړوند د دوه ربعو ګزارش تأییدي، د مالي او اداري چارو معاونیت د دوه ربعو ګزارش تأییدي، د بهرینو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د اېجادولو، د پوهنتون اړوند کنفرانسونو او سیمینارونو کې د استادانو ګډون او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د زده کړې ارواپوهنې له بنسټونو سره د بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

سې شنبې ورځ ٣٠/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د مشرتابه احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ کې د امیر مقام او د امیر اطاعت موضوع تدریس شوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د مشرتابه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

 یاده غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS