کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال سیالۍ د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې!

دوشنبې ورځ د ٩/١/١٤٤٦ ه.ق. چې له ۲۵/۴/۱۴۰۳ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال سیالیو پای لوبې غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون سره ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاون ښاغلي قاضي عبدالعزیز “عزیزي” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیالیو اړوند وویل: یادې سیالۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په جمنیازیوم کې په یوه آرامه او ډاډمنه فضا کې ترسره شوې.
همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي لوبغاړو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې به راتلونکې کې په نورو برخو کې هم داسې ټورنمنټونه برابر کړو.
د غونډې په جریان کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" د ورزش اهمیت اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې هیله مند یم داسې سیالۍ راتلونکي کې په نورو برخو کې هم ترسره شي.
وروسته، د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی زبیر"حبیبي" لوبغاړو ته مبارکۍ ورکړه او د محصلانو چارو معاونیت له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې د یادې سیالیۍ یې په لار اچولې وې.
غونډه د دعایې په ویلو او ورزش کارانو ته د مډالونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو لومړۍ مقام د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په خپل نوم کړ او د طبیعي علومو او اختصاصي علومو پوهنځي په دویم او دریم مقام سره راغلل.