کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې د پوهنتون استادانو لخوا ترسره شویو څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنې وزارت، کابل ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې ملي ادارې امر بالمعروف او نهی عن المنکر او تخینکي او مسلکي ادارې راغلو پلاوو سره شریکې شوې!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۱۲
544
 
 
یک‌شنبې ورځ ٢٣/١٢/۱۴۴۵ هــ ق چې له ١٠/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې د پوهنتون استادانو لخوا ترسره شویو څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنې وزارت، کابل ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې ملي ادارې امر بالمعروف او نهی عن المنکر او تخینکي او مسلکي ادارې راغلو پلاوو سره شریکې شوې.
سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د پوهنتون رئیس ښاغلي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد سیمینار په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: استادان د ټولنې یو مهمه برخه ده او باید استادان د علم او زده کړو او څېړنو برخو کې پوره زیار وباسي، همدارنګه یې استادانو ته په څېړنو کې د نویو میتیودونو څخه ګټه اخیستلو، اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
په پای کې د (٤) تنو استادانو لخوا ترسره شوې څېړنې د سیمینار په ترڅ کې ګډوونکونکو سره شریکې شوې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري(رهبري) شورا غړو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د استادانو او کارمندانو له علمي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو څخه د منندویۍ غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٩/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٩/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د استادانو او کارمندانو له علمي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو څخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٩/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٩/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون. . .

BACK TO NEWS