کابل ښوونې او روزنې، بامیان او فاریاب پوهنتونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۹
455
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، بامیان او فاریاب پوهنتونو د علمي کادري بستونو د مسلکي(تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د یکشنبې ورځ ١١/١١/١٤٤٥ هــ.ق. چې له ٣٠/٢/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د مشرتابه احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ کې د امیر مقام او د امیر اطاعت موضوع تدریس شوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د مشرتابه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

 یاده غونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري(رهبري) شورا غړو په. . .

BACK TO NEWS