د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمېسیون له مرستیالې سره وکتل

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۵
sds

د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۱۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمېسیون د دوه‌اړخیزې همکارۍ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام او ورسره پلاوي ښاغلي خلیل‌الله جیحون او ښاغلي احسان روېش ګډون کړی و.

په دې لیدنه کې لومړی اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام دغه کمېسیون معرفي کړ او د کمېسیون د دندو او واکونو په اړه یې خبرې وکړې. همدا راز په اکاډمیکو بنسټونو کې یې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي حق د خوندیتوب او د تحصیلي بنسټونو لپاره یې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي پر قانون او د دغه حق پر کارولو خبرې وکړې. دې زیاته کړه چې پر خپل حق او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي پر قانون خبرېدل او په تحصیلي بنسټونو کې پر دغه قانون د استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو سمه پوهه د ټولنې د ښېرازۍ لامل کېږي. د دغه کمېسیون مرستیالې د پوهاوي د پروګرامونو جوړولو او نورو علمي بحثونو په برخه کې د کمېسیون او دغه پوهنتون تر منځ د دوامدارو همکاریو لپاره د هوکړه‌لیک پر امضا کولو ټینګار وکړ چې له مخې یې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون موخې عملي شي.

ورپسې د پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما پر موضوع خبرې وکړې او د راغلیو مېلمنو هرکلی یې وکړ. دې وویل: اطلاعاتو ته لاس‌رسی روڼتیا خوندي کوي، ټولې ادارې باید د دغه حق د خونديتوب لپاره هڅې وکړې. د پوهنتون رییس ټینګار وکړ چې په شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې هېڅ محرم اطلاعات نه‌شته، ټول هېوادوال هر ډول معلومات له دغه پوهنتونه غوښتی شي او د دغه قانون پر اساس به ورسره شریکېږي. دې له کمېسیون سره د اطلاعاتو د لاس‌رسي حق د خوندي کولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودی سیمینار وړاندې شو!

سې شنبې ورځ د ٢٢/١١/١٤٤٦ ه.ق چې له ٣٠/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو". . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په یوه اوونۍ کې!

شنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نظم او ډسپلین کمېټې غونډه ترسره شوه.

یکشنبه:

د تدرسي چارو ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه ترسره شوه!

چهارشنبې ورځ د ٢٤/٢/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٦/١١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون. . .

BACK TO NEWS