د سولې پنځه ورځنی ورکشاپ

keu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۰:۸
sdd

د ۱۳۹۹کال د یکشنبې په ورځ د لیندۍ ۱۶ مه، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د بیلابیلو څانګو محصلانو ته د کرونايي شرايطو په نظر کې نيولو سره د محصلانو چارو د مرستیالی آغلې ذکيه شريفيان او د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي سيدهاشم امين په حضور کې پنځه ورځنې ورکشاپ په لاره واچول شو یاد ورکشاپ چې د پوهنتون د سولې مرکز له لوري د هغو محصلينو لپاره د کرونايي شرايطو(ماسک، سنيټايزر او د ضد عفوني موادو کارول) په پام کې نيولو سره په لاره اچول شوی چې مخکې له مخکې د بيلابيلو ديپارتمنتونو څخه د سولې مرکز ته ورپېژندل شوي ؤ او پنځه ورځې به دوام وکړي. په ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د سولې اړوند مسلکي او تخنيکي زده کړې ورکړل شي چې څه ډول وکولی شي په اکاډميکو او ټولنيزو چاپيريالونو کې په سوله ییز ډول ژوند وکړي او نور هم د بیلابیلو فعاليتونو له لارې هم په سوله ییزه توګه د ژوند کولو لپاره وهڅوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS