د پوهنتون د علمي شورا ناسته

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۰:۱۲
6555

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا په عادي روال په ۳۰/۳/۱۴۰۰ نېټه تر غرمې وړاندې په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنتون د رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما په مشرۍ ناسته وکړه. دغه ناسته په پرانیستې فضا کې د روغتیايي تدابیرو په مراعاتولو سره د قرآن‌کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه او د ناستې د اجنډا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

۱ـ د پوهنتون رئیسې د خپلو خبرو په پیل کې د علمي شورا غړو او د پوهنتون ټولو منسوبینو ته د روغتیا هیله وکړه او د پیام معرفت مجلې د ISSN نمبر د اخیستو په برخه کې یې د علمي مجلې له آمریت په ځانګړي ډول د علمي مجلې د آمر ښاغلي پوهنیار ډاکټر سید علي اقبال له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه. دې وویل چې د پوهنتون علمي مجلې د ISSN نمبر په اخیستو سره د نړیوال کېدو پر طرف یو بل ګام واخیست او د پوهنتون ټولو استادانو او کارکوونکو ته یې د دې لاسته‌راوړنې مبارکي وویله. همدا راز د پوهنتون رئیسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي لپاره د لابراتوار په برخه کې د بودیجوي ژمنې د اخیستو خبر ورکړ. دې زیاته کړه، له نېکه مرغه تر ډېرو هڅو وروسته د کمپوټر ساینس پوهنځي د لابراتوار د داوطلبۍ اعلان د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنتون د رسمي وېب‌پاڼو له لارې خپور شو او د روان کال د چنګاښ میاشتې پنځلسمه نېټه د یادې پروژې د آفر پرانیستلو پروسه ده. همدا راز د پوهنتون د سل اتاقه ودانۍ، جمنازیوم او جومات د ترمیم په برخه کې هم بودیجوي ژمنه اخیستل شوې ده او د هغوی د آفر پرانیستلو پروسه به هم د چنګاښ میاشتې په پنځلسمه نېټه وي. د پوهنتون رئیسې د خپلو خبرو په دوام پر چاپېریال د څار بنسټ په مالي همکارۍ د طبي بڼ د جوړولو خبر ورکړ چې د سل اتاقه ودانۍ په مخ کې به جوړ شي، همدا راز ویې ویل چې د دغه طبي بڼ په جوړېدو سره به د طبیعي علومو د پوهنځي د چاپېریال او بیولوژي څانګې خپل څېړنیز کارونه همدلته کوي. په دې برخه کې یې د چاپېریال څانګې له آمر ښاغلي پوهنیار مسیح‌الله صافي څخه د پرله‌پسې هڅو له امله مننه وکړه. ټاکل شوې یاد بنسټ د چاپېریال څانګې د لابراتوار په تجهیزولو کې همکاري وکړي. په پای کې د پوهنتون رئیسې د نورو پوهنځیو د لابراتوارونو د تجهیزولو په اړه معلومات وړاندې کړل. دې وویل چې د طبیعي علومو، ارواپوهنې او ژبو د پوهنځیو د لابراتوارونو لومړني او تخنیکي کارونه مخته تللي او ټاکل شوې رسمي کارونه یې د رسمي مراجعو د پړاوونو تر طی کولو وروسته پیل شي.

۲- د ناستې غړو د قرنطین د رخصتۍ په دوره کې د غیر حضوري درسونو په اړه پرېکړه وکړه چې استادان باید د ګوګل کلاس‌روم له لارې د آنلاین درسونو وړاندې کولو ته جدي اقدام وکړي.

۳- د علمي شورا غړو د مرکز او ولایتونو د استادانو د تقرر او ترفېع (۱۱) دوسیې د رایو په اتفاق سره تاييد کړې.

۴- ۱۸ هغه استادان چې د پوهنتون د نهه‌ګونو پوهنځیو له‌خوا د رسمي مکتوب له لارې د پوهنتون د مالي خپلواکۍ د کمېټې غړیتوب ته ور پېژندل شوي وو، په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د (۱۸) استادانو له ډلې څخه (۹) کسان د رسمي مکتوب له لارې د پوهنتون د مالي خپلواکۍ کمېټې د غړیتوب لپاره د لوړو زده‌کړو محترم وزارت ته ور وپېژندل شي. همدا راز پرېکړه وشوه چې د علمي شورا په وړاندیز د پوهنتون د علمي مجلې آمر هم د پوهنتون د مالي خپلواکۍ کمېټې د غړي په توګه د لوړو زده‌کړو محترم وزارت ته ور پېژندل شي.

۵- په ناسته کې د نړیوالو ژورنالونو په اړه پرېکړه وشوه چې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې او همدا راز د معتبرو او نامعتبرو ژورنالونو د هغه لېست له مخې چې مخکې له مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې محترم ریاست رالېږلی، هغه محترم استادان چې په ۱۴۰۰ کال کې یې ترفېعات کېږي، په نړیوالو ژورنالونو کې چاپ شوې مقالې به یې د لوړو زده‌کړو وزارت ومني او هغه استادان چې په ۱۴۰۱ کال کې ترفېعات کوي، خپلې علمي مقالې باید د لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې د محترم ریاست له‌خوا د رالېږل شوو ژورنالونو له لېست سره سمې چاپ کړي.

۶- په انګلیسي ژبه د ترانسکرپت د ترتیب په اړه په ناسته کې پرېکړه وشوه چې محترمې پوهنځۍ دې هغو محصلینو ته چې د کرېډټ په سیستم له پوهنتون څخه فارغ شوي دي، د هغه نوي فارمټ له مخې ترانسکرپټونه جوړ کړي چې له وړاندې ورسره شریک شوي دي. له دې پرته نور صادر شوي ترانسکرپتونه د لوړو زده‌کړو محترم وزارت نه تاییدوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS