د پوهنتون مشرتابه پلاوي د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو وزارت د کمیسیون له محترم استازي سره ګډه ناسته وکړه

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۰:۴۷
klk

د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په ۹مه نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پلاوي او د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو وزارت د کمیسیون د محترم استازي تر منځ د پوهنتون په عمومي تالار کې ناسته وشوه. په دې ناسته کې د درسونو د پيل او د هلکانو او نجونو د ګډو ټولګیو د جلا کولو په اړه بحث وشو. په دې ناسته کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کمیسیون استازي ښاغلي حامد یعقوبي، د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس مظهري، د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالخالق حیدري، د نهه‌ګونو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د اداري برخې کارکوونکو او د پوهنتون نورو کارکوونکو ګډون کړی و.

ناسته د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. بیا ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین د پوهنتون په استازیتوب د لوړو زده‌کړو د کمیسیون استازي ته ښه راغلاست ووایه او د لوړو زده‌کړو وزارت رالېږلی استازی یې د پوهنتون استادانو او منسوبینو ته ور معرفي کړ. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي هم یاد پلاوي، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: زموږ نننی بحث د درسونو د پیل او د درسي ټولګیو د تنظیم د څرنګوالي په اړوند د لیدلورو او نظرونو د راټولولو په اړه دی. ده د نهه‌ګونو پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل چې خپل نظرونه او لیدلوري د یوې طرحې په متن کې راټول کړي او د لوړو زده‌کړو د کمیسیون استازي ته یې وسپاري. ورپسې د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کمیسیون استازي ښاغلي حامد یعقوبي د پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته سلام او هرکلی وکړ، له اشغالګرو هېوادونو څخه یې د افغانستان د فتحې مبارکي وویله او زیاته یې کړه: دغه بری او آزادي په ډېرو لویو قربانیو ګټل شوې ده، خو له دې سره سره د یوه هېواد فتح او آزادي د هغه هېواد د ساتلو او مدیریت په پرتله آسانه کار دی او د ساتلو او مدیریت لپاره یې متخصصانو او کادرونو ته کلکه اړتیا ده. موږ پرېکړه کړې چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون پیلېدو ته زر تر زره زمینه برابره کړو تر څو نجونې او هلکان په امن او آرامه فضا کې خپلو درسونو ته دوام ورکړي او زر تر زره به درسونه پیل شي. په پای کې یې له استادانو او د محفل له ګډونوالو کارکوونکو وغوښتل چې له معمول سره سم خپلو دندو ته دوام ورکړي تر څو په کارونو کې یې تر دې ډېر ځنډ رانه‌شي. ورپسې مؤظف پلاوي د موضوع په اړه د ګډونوالو استادانو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د پوهنځیو رئیسانو ته یې وویل چې زر تر زره خپله طرحه برابره کړي تر څو په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشي. په پای کې د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس مظهري ټولو ته د افغانانو د سترې آزادۍ او بدلونونو مبارکي وویله او یادونه یې وکړه چې په تحصیلي بنسټونو کې ټولې شته ستونزې باید د ا.ا.ا له پالیسۍ سره سمې عیارې شي تر څو حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS