د علمي څېړنو د مرکز کمېټې نوبتي ناسته وکړه

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۰:۴۵
dsdf

د پوهنتون د علمي څېړنو د انسجام مرکز د روان کال د غوايي میاشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ نوبتي ناسته وکړه چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د علمي څېړنو د مرکز آمرې آغلې پوهنیار نرګس ستانکزۍ او د مرکز غړو ګډون پکې کړی و. په دې ناسته کې د لاندې موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې:

• د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او نورو ولایتي پوهنتونو د استادانو ۲۹ علمي کنفرانسونه وڅېړل شول او د نظر څرګندولو لپاره د علمي څېړنو د مرکز غړو ته وسپارل شول.

• د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې، بلخ او پنجشېر پوهنتونونو د علمي کادر د درېیو غړو د اثارو کتلو او موضوع ټاکلو وړاندیزونه د نظر څرګندولو لپاره د پوهنتون د علمي څېړنو د مرکز غړو ته وسپارل شول.

• د مرکز غړو د څېړنې د ډول په اړه د ورکشاپونو د دوهم پړاو لپاره د روزونکو پر ټاکلو بحث وکړ او پرېکړه وشوه چې د څېړنې په دواړو یعنې کمي او کیفي برخو کې روزونکي وټاکل شي. د مرکز غړو تر لازمو مشورو وروسته د څېړنې دواړو (کمي او کیفي) برخو ته باتجربه او وړ استادان وټاکل. د کمي څېړنې په برخه کې ښاغلي ډاکتر فهیمي، ښاغلی ډاکتر مزمل اسلامي، ښاغلي ډاکتر امید افغان او ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي وټاکل شول؛ د کیفي څېړنې په برخه کې ښاغلي ډاکتر باقر رضايي،ښاغلي ډاکتر عبدالصمد مشتاق، ښاغلي ډاکتر توفیق ایوبي او ښاغلي ډاکتر اصلاح‌الدین وټاکل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS