کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Sat, Aug 24 2024 11:24 AM
123

چهارشنبې ورځ د ٣١/٥/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٧/٢/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې وویل: راتلوونکې شنبې ورځ د خزاني سمسټر درسونه پلیږي، د پوهنځیو له مسؤولینو او استادانو هیله لرو چې حاضرۍ او تقسیم اوقاتونه تنظیم او جور کړي، همدارنګه یې د ماسټرۍ نویو برنامو د نصاب جوړولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د نوښتونو طرحې اړوند بحث، د نوښتونو کمېټې د غړو تأییدي، د نه ګوني پوهنځیو د ١٤٠٣ کال اولې ربعې د ګزارشونو تأییدي او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

Tue, Sep 02 2025 11:07 AM
Background image

Meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University Held

On Tuesday, 9/3/1447QA, corresponding to 11/6/1404 SH, a meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University was convened, during which the academic curriculum for the. . .

BACK TO NEWS