د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو د مرکزي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني-علمي سیمینار کې ګډون وکړ

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او د پوهنتون رهبرۍ د مرکزي پوهنتونونو د استادانو په درې ورځني سیمینار کې برخه واخیسته.
د لوړو زده کرو وزارت له طرفه د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو لپاره دیني- علمی سیمینار چې د ١٤٤٤ کال د رجب ۲۱-٢٢ـ ۲۳ د درې ورځو لپاره د کابل پوهنتون په تالار کې پیل کړ.
یاد سمینار د هېواد د تحصیلي نظام د دیني، عقیدوي او علمي ارزښتونو د لاغښتلي کېدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت له خوا تر سره شو.
په یاد سمینار کې د مرکزي پوهنتونونو استادان: کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ګډون وکړ.
په یاد سمینار کې د مرکزي پوهنتونونو له ۸۰۰ سوه څخه زیات شمېر استادانو ګډون درلود.
په لومړۍ ورځ د یاد سمینار شروع سره د ا.ا.ا د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي، د ا.ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد، د لوړو زده کرو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوي ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي خالد حنفي، د سترې محکمې رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني او د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت برخه اخیستې وه.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په لومړي سر کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه په خبرو پیل وکړ د یاد سیمینار د ارزښت، موخه او اړتیا په پار یې حاضرینو سره معلومات شریک کړل.
وروسته د ریاست الوزرا مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي د نظام رهبرۍ له طرفه د هېواد تحصیلي او تعليمي بنسټونو کې د پوره ژمنتیا او کوښښونو خبر ورکړ، د استادانو ارزښت یې په ټولنه کې مهم رول وباله او له هغو یې غوښتنه وکړه چې، په اسلامي عقیده او روحیه د ځوان تحصيلي نسل په روزنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوي ندا محمد ندیم، د یاد سیمینار اصلي موخه په تحصیلي بنسټونو کې د علماوو او علمي کدرونو ترمنځ نږدې والی وښود. او استادان باید له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره د نظام تګلارو او موخو په حقیقت پوه شي، زیاته یې کړه چې په پام کې لري په راتلونکي کې دا ډول سیمینارونه د ولایاتو په پوهنتونونو کې هم ترسره شي.
د ا.ا.ا ویاند ښاغلی مولوي ذبیح الله مجاهد په غونډه کې د رسنیو په وړاندې د اوسني نظام په دریځ خبرې وکرې، زیاته یې کړه چې د نظام مسوولین د خلکو ځواب ویونکي دي او په دې برخه کې به لا نورې هڅې وکړي.
یاد سیمینار د نظرونو په تبادلې له درې ورځو ورورسته د دعایې په ویلو پای ته ورسیده.