د افغانستان زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (انستو) او هندوستان IARI پوهنتون تر منځ د همکاریو د دوام په موخه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د IARI پوهنتون له استازي سره انلاین ناسته وکړه

۱۴۰۰کال، د لړم اوله
د افغانستان زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (انستو) او هندوستان IARI پوهنتون تر منځ د همکاریو د دوام په موخه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د IARI پوهنتون له استازي سره انلاین ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د IARI پوهنتون له هممکاریو مننه وکړه او یاد تړون یې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ګټور وباله. هغه زیاته کړه، چې لوړو زده کړو وزارت د یاد تړون د موادو د پلي کولو په برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمن دی.
د IARI پوهنتون د همغږۍ مسوول پروفیسور(ورما) د یاد تړون عملي کول او له تړون سره هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو ده، چې یاد ۱۰کلن د همکاریو تړون، د دواړو پوهنتونونو تر منځ په ۲۰۱۸م، کې لاسلیک شوی، چې پر بنسټ یې د (انستو) پوهنتون محصلان د خپلې تحصیلي دورې یوه برخه په IARI پوهنتون کې پر مخ بیایي.