تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!
سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د امارتي او خصوصي پوهنتون له ۲۱ تنو کادري غړو ازموینه واخیستل شوه، چې د شفافیت په موخه د ازموینې بهیر د پوهنتون د رهبري له لوري څارل کېده.
د ازموینې ګډونوالو کادري غړو هم د ازموینې له بهیر او شفافیته خوښي څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې د آزاد/عامو ګډونوالو ازموینه په راتلونکو نږدې ورځو کې اخیستل کیږي، چې د ازموینې خبرتیا به د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رسمي پاڼو څخه له ګډونوالو سره شریکه شي. زموږ پاڼې درسره وڅارئ.
اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
