د تدرسي چارو ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځي له استادانو سره غونډه ترسره کړه!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۴:۱۹
+ثص7بس

شنبې ورځ د ٢٠/٢/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٢/١١/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځی له استادانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اسلامي علومو پوهنځي معاون، دعوت او ارشاد څانګې آمر او د یاد پوهنځي استادانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره د تدریسي چارو ښه والي، ښو درسي میتیودونو عملي کولو، په کنفرانسونو او سیمینارونو کې د استادانو ګډونوالي، علمي مقالو لیکلو، د نویو استادانو سره د پېژندنې او په سمه توګه د مسؤلیتونو مخته وړلو په پار نیول شوې.

زیاته یې کړه: محترمو استادانو تاسو د نظام یو مهمه برخه یاست او د دیني مضامین د محصلینو لپاره خورا اړین او مهم مضامین دي، د محصلینو روزل او تربیه ستاسو په لاس کې ده او د ښې روزنې راتلوونکۍ روښانه وي، خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شئ او د پوهنتون اصولو او قوانینو ته په کتو خپلې تدریسي چارې پر مخ یوسئ.

ښاغلي “هاشمي” د اسلامي علومو پوهنځي استادانو ته د تدریسي چارو ښه والي، علمي مقالو لیکلو، نويو تدریسي میتیودونو مخته وړلو، په کارونو کې صداقت، پروخت درسي چارو ته رسیدګۍ او محصلینو سره ښه سلوک او رفتار په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو له نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

BACK TO NEWS