کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، په ایران هېواد کې د ا.ا.ا ډیپلومات سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۱۳
222
 
سې شنبې ورځ د ۲۸/۱۰/۱۴۴۵ ه.ق. چې له ۱۸/۲/۱۴۰۳ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي"، په ایران هېواد کې د ا.ا.ا ډیپلومات سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي"، ښاغلي مفتي محمد عالم ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنتون پوهنځیو، ماسټری برنامو، مسلکي کادرونو او محصلینو اړوند هر هراړخیز معلومات ورکړل، همدارنګه یې له ښاغلي مفتی صاحب څخه په ایران هېواد کې د مسلکي کادرونو او محصلینو سره د هراړخیزي همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته، ښاغلي مفتي محمدعالم په خپلو خبرو کې وویل، مونږ په ایران هېواد کې مسلکي کادرونو او محصلینو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي او کوښښ کوو بېرته هېواد ته راستانه شي.
د غونډې په جریان کې د دواړو خواوو لخوا د هغو استادانو اړوند چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي، هېواد ته د بېرته راستنېدو په برخه کې بحث او خبرې وشوې.
غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS