د لوړو زده کرو وزارت له لوري د خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني- علمي سیمینار پیل شو!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۹:۵۱
ggg

د لوړو زده کرو وزارت له لوري د خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره، دیني- علمی سیمینار د ۴-۶ شعبان المعظم ۱۴۴۴ نېټه د درې ورځو لپاره د پولي تخنیک پوهنتون په تالار کې پیل شو.

یاد سیمینار د هېواد تحصیلي نظام د دیني، عقیدوي او علمي ارزښتونو د لاغښتلي کېدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت له خوا پیل شو او په یاد سیمینار کې د مرکزي خصوصي پوهنتونونو زیاد شمېر استادانو گډون کړی دی.

د یاد سیمینار په لومړۍ ورځ د اسلامي ا.ا.ا، د لوړو زده کرو وزارت وزیر ښاغلي مولوي ندا محمد ندیم، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سر پرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نجیب الله حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه، د سترې محکمې د دارالافتاء رئیس ښاغلي شیخ الدحدیث عزیز الله مظهري، د چارو ادراې د لوی ریاست رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور او د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس ښاغلي طارق کمال برخه اخیستې وه.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د پولي تخنیک پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالرشید اقبال راغلو گډونکوونکو ته ښه راغلاست وویل او د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د دې سیمینار په دایرېدو منندویي وکړه.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه په خبرو پیل وکړ او د یاد سیمینار د ارزښت، موخې او اړتیا په پار یې د حاضرینو سره معلومات شریک کړل.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت سر پرست وزیر ښاغلي مولوي ندا محمد ندیم په یاد سیمینار کې خپلې خبرې پیل کړې او گډونکوونکو ته یې د تحصیلي نظام په پیاوړي کېدو خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه: مونږ باید په هره برخه کې خپلواکي ولرو، راغلو استادانو ته یې په وینا کې وویل چې تاسو د هېواد په تحصیلي بنسټ کې خورا مهم یاست او د نظام تحصیلي ستونزو حل لپاره زیار او کوښښ وکړئ، له تاسې مو غوښته داده چې د وطن بچيان په ښه توگه وروزئ.

همدارنګه د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت وزیر مولوي نجیب الله حقاني د لوړو زده کړو وزارت څخه د یاد سیمینار په دایرېدو خوښي وښوده او منندويي یې وکړه، حقاني صاحب په خپلو ویناوو کې د سیمینار گډونکوونکو ته وویل: د علومو حاصلوو څخه باید سړی ستړی نشي نوموړي زیاته کړه چې د هېواد بچیان باید په داسې عقیده وروزل شي چې، هر ډول قربانۍ ته چمتو وي، همدارنگه یې زیاته کړه چې د مدرسو او مکتبونو او پوهنتونو تر منځ شته واټن باید لرې شي او استادانو ته یې په خبرو کې د نظام پیاوړتیا، شتمني او ځواک لقب ورکړ.

د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس ښاغلي طارق کمال د یاد سیمینار په جوړېدو منندویې وکړه او زیاته یې کړه چې د خصوصي پوهنتونونو استادان د نظام او هېواد د پیاوړي کېدو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS