۱۴۰۰کال، د وږي ۶مه، لوړو زده کړو وزارت

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۳:۴۱
uuu

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او همدارنګه د علمي، مالي او اداري او زده کړیالانو چارو معینیتونو سرپرستان، نن په یوه ناسته کې د دغه وزارت رییسانو ته وروپېژندل شول او په رسمي توګه یې کار پیل کړ.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې د دغه وزارت پخواني مشرتابه هم حضور درلود، لوړو زده کړو وزارت یې یوه له مهمو ادارو څخه وبلله او د هېواد لوړو زده کړو استادانو له خدمتونو یې مننه وکړه.

هغه وویل: «ملي او دیني ارزښتونه دوه هغه اساسي معیارونه دي، چې زموږ د هېواد خلکو یې د تاریخ په اوږدو کې د ساتنې لپاره مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي دي».

هغه زیاته کړه چې خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د پخوانیو مسوولینو او کارکوونکو په همکارۍ او د یادو معیارونو په پام کې نیولو سره به په نیږدې راتلونکي کې د دغه وزارت چارې په رسمي ډول پیل شي.

وروسته د لوړو زده کړو پخواني وزیر دوکتور عباس بصیر وویل: «خوشحاله یم چې په دغه وزارت کې له یوه کال خدمت وروسته، مسوولیت داسې شخصیتونو ته سپارم، چې هم لیاقت او هم هېواد او دندې ته ژمن دي » .

هغه د وزارت نوې مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې موږ به همېشه د هېواد تحصیلي نظام په خدمت کې یو.

د یادې ناستې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې د وزارت پخواني مشرتابه غړو هم بدرګه کاوه، د وزارت مقام ته ورغی او په رسمي توګه یې کار پیل کړ.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني؛ انجنیر روح الله روحاني د علمي معینیت د سرپرست، انجنیر سید اسماعیل روحاني د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست او مولوي اسدالله فرید د مالي او اداري معینیت د سرپرست په توګه وروپېژندل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS