کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او چراغ د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۵۵
445564
یکشنبې ورځ د ٢٤/٢/١٤٠٣ ه.ش چې له ٤/١١/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او چراغ د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې تر منځ د دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او چراغ د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور محمد یاسین "حکیمي" ترمنځ لاسلیک شو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه او د چراغ د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې علمي چارو مرستیال ته یې د هوکړه لیک په عملي کولو ډاډ ورکړ.
یاد هوکړه لیک چې په شپږو مادو کې ترتیب شوی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او چراغ د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د ( په علمي او تحقیقي برخو کې د دواړو اړخیزو ګډه همکاريو) اړوند لاسلیک شو.
د یادولو وړ ده چې د دوه اړخیزو همکاریو یاد هوکړه لیک به پینځه کاله د دواړو خواوو ترمنځ ادامه ولري.
یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS