پکتیکا ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي خپل دری ورځنی سفر پای ته ورساوه

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۱۴:۸
bvvv

پکتیکا ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي خپل دری ورځنی سفر پای ته ورساوه.
یاد سفر د روان ۱۴۴۳/ربیع الاول/ ۲۰ نېټه پیل او نن د یو لړ لاسته راوړنو په درلودلو سره پای ته ورسېد.
د لوړو زده کړو لوړ رتبه هیئت چې په راس کې يې د یاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلی مولوي اسدالله فرید و او د تدارکاتو رئیس قاضي عبدالنصیر ملا زوی، اداري او زېر بنا رئیس قاضی عبدالعزیز عزیزي او د رسنیو همکارانو یې هم ملتیا کوله. 
دغه پلاوي خپله لومړنۍ لیدنه د نوموړي ولایت له والي ښاغلي مولوي محمد عیسی سره، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس او رسنیو مسؤلینو هم شتون درلود، د ولایت مقام په انګړ کې تر سره کړه، چې د بحث موضوع یې د لوړو زده کړو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار و. 
د لیدنې پر مهال د پکتیکا والي په خپلو خبرو کې وویل، چې زموږ هېواد تر ټولو زیات لوړو زده کړو ته اړتیا لري او د دې هیله یې وښوده، چې موږ باید د لوړو زده کړو په پرمختګ کې خپل ټول امکانات په کار واچوو، تر څو یو په ځان بسیا هېواد ولرو او د یاد ولایت په تحصیلي برخه کې یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه. 
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي مشر مولوي اسدالله فرید د والي صاحب خبرې تقدیر او له همغږۍ څخه يې مننه وکړه او زیاته یې کړه چېد تحصيل او تعليم په چوکاټ کې به موږ مسلکيتوب او استعداد ته لومړيتوب ورکوو او د دې هېواد، په ځانګړي ډول پکتیکا ولایت له کادرونو به د هېواد په ودانولو کې کار اخلو. 
دویمه ناسته د پوهنتون له مسؤلینو سره وه، چې د ياد پوهنتون رئيس، معاونينو، استادانو او اداري کارمندانو، د پوهنتون اړوند موضوعاتو  باندې بحث وکړ. یاد پلاوي د پوهنتون ستونزې په غور سره واورېدې او د حل په موخه يې لازمې طرحې وړاندې کړې، چې په نږدې وخت کې به عملي شي.
درېيمه ناسته د پوهنتون د احاطې او له اجناسو څخه د حفظ او مراقبت په موخه د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مسؤلينو سره د لا ښه امنيت او خونديتوب په موخه ترسره شوه.
د یادوني وړ ده چې پکتیکا ولایت ته په تېرو څو کلونو کې دا ډول علمي او تحصیلي سفر نه و تر سره شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS