د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګه کې د ماسټرۍ او شپني ټایم محصلانو د فیس تحویلۍ مدیریت سیسټم رامنځته کولو چارې پیل شوې!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۳:۱۵
87877

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د نوموړي سیسټم چارو پیل په لمړنۍ ناسته کې ګډون کوونکو ته وویل چې دا څانګه په پام کې لري تر څو د پوهنتون مالي څانګې لپاره د محصلانو د فیس تحویلۍ مدیریت سیسټم رامنځته کړي.

نوموړی سیسټم د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آی سی ټي مرکز کې د کمپیوټرساینس پوهنځی درې تنه محصلانو، معلوماتي تکنالوژۍ ټیم، تدریسي مدیریتونو او مالي څانګې غړو په مرسته او مشوره رامنځته کیږي، تر څو ددې سیسټم په وسیله د ماسټرۍ پروګرام او شپني ټایم محصلانو فیس او اړوند چارې په ښه توګه مدیریت او ټولې چارې یې په آنلاین ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS