د پوهنتون متقاعد استادان وستایل شول

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۹:۴۴
sdsd

د۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۱۴مه نېټه د شنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کنفرانسونو په تالار کې غونډه وشوه او د پوهنتون متقاعد استادان وستایل شول. په دې غونډه کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د محصلانو چارو مرستیالې آغلې پوهندوی ذکیه ظاهر شریفیان، د استادانو د اتحادیې رئیس ښاغلي پوهاند نجیب‌الله امرخېل، د نهه‌ګونو پوهنځیو رئیسانو، د پوهنتون د استادانو آمر محترم نجیب‌الله بېګزاد، متقاعدو او ځینو نورو استادانو ګډون کړی و. غونډه د اسلامي علومو د پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار نورالله حنیف د قرآن‌کریم په څو مبارکو آیتونو پیل کړه. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي د پوهنتون د رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما پیغام ولوست. ګډونوالو استادانو ته یې د هرکلي تر څنګ وویل: تاسو د دغه پوهنتون له ویاړه ډک او درانه پوهان یئ، ټول ژوند مو د ځوان نسل په روزنه کې تېر کړی او ټولنې ته مو ښه شخصیتونه وړاندې کړي دي. ښاغلي رشیدي د خپلو خبرو په پای کې استادانو ته د لا بري هیله وکړه. همدا راز له متقاعدو استادانو یې وغوښتل چې خپل ژوندلیکونه چمتو کړي او د علمي چارو معاونیت ته یې وسپاري چې د پوهنتون د رسمي وېب‌پاڼې له لارې خپاره شي. د غونډې په دوام د استادانو د اتحادیې رییس ښاغلي پوهاند نجیب‌الله امرخېل د موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې متقاعد استادان باید په اکاډمیکو فعالیتونو کې ښکېل وي، رسمي غونډو او نورو ځانګړو مناسبتونو ته دعوت شي او له علمي تجربو څخه یې استفاده وشي. ورپسې ښاغلي پوهنمل شمس‌غزنوي د استادانو په استازیتوب پر موضوع خبرې وکړې او زیاته یې کړه: متقاعد استادان چمتو دي چې د دغه پوهنتون له نورو ځوانو استادانو سره اوږه په اوږه کار وکړي. ښاغلي غزنوي د خبرو په دوام د استادانو په استازیتوب د پوهنتون او لوړو زده‌کړو وزارت له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه او ویې ویل، استادان ویاړي چې د ژوند تر پایه له خپل پوهنتون سره پاتې شي او د خپلو ځوانو استادانو او محصلانو خدمت وکړي. ورپسې دوو استادانو ښاغلي پوهاند حلیم خان او ښاغلي پوهنوال عبدالرازق دوست په خپل وار سره د موضوع په اړه خبرې وکړې او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه یې مننه وکړه. د غونډې په پای کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي متقاعدو استادانو ته ستاینلکونه ورکړل او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS