د هېواد د لوړو زده کړو ټول بنسټونه موظف دي چې د شته پلاتفارمونو په کارولو سره خپل انلاین درسونه پیل کړي.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۳:۵۱
gfgg

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر نن په هغه غونډه کې بیان کړ چې د کرونا ویروس ګواښ له امله د محصلینو رخصتیو په بهیر کې د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د تدریس او روزنې پروسې د بندېدو مخنیوي په موخه له مجازي لارې د دولتي تحصیلي بنسټونو له رییسانو ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، مالي او اداري معینیت سرپرست او یو شمېر رییسانو په حضوري ډول او د محصلانو چارو معین او د دولتي بنسټونو رییسانو په انلاین ډول شتون درلود. لوړو زده کړو وزیر د کرونا سختو شرایطو ته په اشارې سره وویل چې که چېرې د تحصیلي بنسټونو رخصتۍ دوام وکړي نو باید په پوره چمتووالي سره د تدریس او روزنې له بندېدو مخنیوی وشي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل:"د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا پرېکړې پر بنسټ د هېواد ټول تحصیلي بنسټونو موظف دي چې د شته پلاټفارمونو څخه په ګټې خپل انلاین درسونه پیل کړي."

نوموړي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د انلاین لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو تر څنګ پر اوږدمهاله اساسي او معیاري پروګرامونو هم کاري کوي.

دکتورعباس بصیر وویل چې د لوړو زده کړو په نظام کې د ځوابویونکي الکټرونیکي سیستم رامنځته کول زموږ له اړینو لومړیتوبونو څخه دی په داسې حال کې چې یو کال مخکې HELMS سیستم په همدې موخه رامنځته شوی خو د ننګونو او ستونزو سره مخ و او باید هڅه وکړو چې هغه په عملي سیستم بدل کړو او د ښه پلي کولو لپاره یې وړ حل لارې وکاروو.

دوکتور عباس بصیر زیاته کړه د HELMS سیستم ښه پلي کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د الکترونیکي ښوونو ریاست رامنځته کېږي او په بل ګام کې هڅه کوو چې د الکترونیکي روزنې سیستم هغو پوهنتونونو ته ولېږدوو چې توان یې لري.

لوړو زده کړو وزیر د وزارت له علمي معین څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې اړینې ګامونه پورته کړي او هیله یې وښوده چې دا پروسه به ژر بشپړه او پلې شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د تېر کال په اوږدو کې د HELMS یا د انلاین ښوونو مدیریت سیستم په پلي کولو کې شته ستونزو او ننګونو ته په اشارې سره چې د سم نه پلي کېدو لامل شو، وویل چې د دغه سیستم پلي کولو په برخه کې د شته ستونزو له منځه وړلو په موخه پرېکړه وشوه چې د لوړو زده کړو وزارت یې د الکترونیکي ښوونو ریاست په رامنځته کولو سره مدیریت په غاړه واخلي او کله چې دا مدیریت توان لرونکو پوهنتونونو ته ولېږدول شي نو د لوړو زده کړو وزارت به یې ملاتړیز او څارونکی رول ولري.

پوهنمل بالاکرزي وویل چې د دغه ریاست له رامنځته کېدو او د انلاین زده کړو سیستم HELMS بنسټیزو کېدو سره د لوړو زده کړو بنسټونه کولای شي د خپل تدریس او روزنې پروسه د نورو انلاین پروګرامونو څخه په ګټې مخته یوسي او د امکان تر بریده محصلانو لپاره د زده کړو لار هواره کړي.

علمي معین وویل چې د انلاین زده کړو سیستم HELMS ښه پلي کولو لپاره په پام کې ده چې د انلاین ښوونیزې کمېټې په پوهنتونونو کې د ډيپارټمنټونو تر کچې فعالې وي او د دغه سیستم پلي کولو په برخه کې هم مشخصه پالیسي چمتو شي.

د محصلانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده هم د انلاین زده کړو سیستم په پلي کولو کې د لوړو زده کړو د بنسټونو د مشرتابه پلاوي دندو او مسوولیتونو په څرګندولو سره له تحصیلي بنسټونو څخه وغوښتل چې د دغه پروګرام په پلي کولو کې جدي پاملرنه وکړي.

ورپسې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو یوشمېر رییسانو د یاد سیستم په پلي کولو کې خپلې ځینې ستونزې او ننګونې په تېره بیا د برېښنا او انټرنټ کمښت، د محصلانو او استادانو حاضري او نور اړوند موارد وښودل او د لوړو زده کړو وزارت څخه یې وغوښتل چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په پای کې د لوړو زده کړو وزیر د لوړو زده کړو بنسټونو له مسولانو وغوښتل چې د انلاین ښوونو مدیریت سیستم پلي کولو په وړاندې د ستونزو او ننګونو هواري لپاره خپلې طرحې د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې او د قرنطین په ورځو کې محصلانو ته د پوهې د لېږدولو لپاره په ګډه هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS