د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي او افغانستان اسلامي بانک د استازي ترمنځ د همکارۍ ناسته

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۸:۴۱
gfg

د ۱۴۰۰ کال د وري په ۳۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د شهید استاد ربانې د ښوونې او روزنې پوهنتون او د افغانستان اسلامي بانک تر منځ دوه اړخیزه ناسته کې د دې پوهنتون رییس او د ذکر شوي بانک استازي تر منځ د دوه اړخیزې همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې. د دې ليدنې موخه د کمپيوټر ساينس او اسلامي زدکړو پوهنځيو محصلانو ته د دوديزو بانکونو او اسلامي بانکدارۍ په اړه پوهاوی ورکول ښودل شوي دی. او پرېکړه په دې وشوه چې مخکې د سیمینار له وړاندېکولو څخه د یادې موضوع په اړه محصلانو او د دې پوهنتون کارکونکو ته، د افغانستان اسلامي بانک له ریيس سره ناسته وشي تر څو په نورو مسايلو په تفصيل سره بحث وشي.

په دې لیدنه کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ریيس اغلې پوهنوال ليلما شریفي یما، د اسلامي بانک د پراختیايي چارو سلاکار ښاغلي محمد منیر داودي او د پوهنتون د دفتر آمر ښاغلي محمد جمیل صابر هم ګډون کړی وو

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS