کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال نویو بریالیو شویو محصلینو نوملیکنه پیل شوه!
پنجشنبه- ۱،۲،۱۴۴۸ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ۱۴۰۵ تحصیلي کال د کانکور ازموینې نویو بریالیو شویومحصلینو د نوملیکنې بهیر په رسمي توګه پیل شو. نن ورځ سلګونه تنه محصلینو د لوړو زده کړو نوې مرحله په هیله او خوښۍ سره پیل کړه.
د نوملیکنې بهیر کې د محصلینو ثبت او لارښوونې لپاره آسانتیاوې رامنځته شوي دي، ترڅو دغه بهیر په منظم او چټک ډول ترسره شي.
د محصلانو چارو مرستیال مولوي رحمان ګل وثیق د نوملیکنې له بهیر څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون مسؤلینو ته یې توصیه وکړه، چې د نوملیکنې بهیر کې محصلینو ته سهولتونه او آسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هر کال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه محصلین جذبوي او د ښوونکو او مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم علمي مرکز ګڼل کېږي.
نشراتو او عامه اړیکو امریت
