کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!
سې شنبې ورځ د 29/12/1402 ه.ش چې له 9/9/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له مقدماتي ویناوو وروسته د پوهنتون رهبرۍ د ١٤٠٢ کال څلورمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش د علمي شورا غړو په حضور کې تشرېح کړ، چې علمي شورا غړو لخوا تأیید شو.
وروسته، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېدخان "رشیدي" علمي چارو معاونیت او اړونده آمریتونو د ١٤٠٢ کال د څلورمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش علمي شورا غړو ته وړاندې کړ.
همدارنګه د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د پوهنتون رهبرۍ د څلورمې ربعې ګزارش، علمي چارو معاونیت د څلورمې ربعې ګزارش، ماسټرۍ او لېسانس دورې محصلانو تېزسونو، پوهنتون په سطحه د ازموینو کمېټې اېجادولو، متقاعدینو اسنادو څېړلو او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.