کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو! 

hamid2
Wed, Jul 15 2026 10:25 AM
شسیبشسیسشصثسس

 

سه شنبه- ورځ ١٥/٢٨،١،١٤٤٨ه.ق
  کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره "په ښوونیزو مرکزونو کې د رهبری روشونه" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي  ورکشاپ دایر شو، چې پکې د رهبری سبکونو  ځانګړتیاوې او د هغوی د اغېز څرنګوالی، د ښوونیزې رهبری مفهوم، ښوونیزې رهبری روشونو او په ښوونیزو مرکزونو کې د رهبری روشونو تګلارې اړوند بحث او خبرې وشوې.


په پیل کې، د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو او د یو ښه رهبر ځانګړتیاوو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د تدریسي چارو ښه والي لپاره د داسې ورکشاپونو دایرول خورا اړین دي او د یادو برنامو په تداوم یې ټینګار وکړ.

یاد ورکشاپ د استاد پوهندوی دوکتور عبدالاحمدامیني له لوري وړاندې شو او د ذکرشویو موضوعاتو اړوند یې هراړخیز بحث وکړ.

 نشراتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS