کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو!
سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت په پار د عربي ژبې درې میاشتنی تقویتي کورس پیل شو، چې ګڼ شمېر استادانو او اداري کارمندانو په دې برنامه کې له نوملیکنې وروسته خپل درسونه عملاً پیل کړل.
یاده برنامه د داوطلب استادانو او کارمندانو له لوري وړاندیز شوې وه، چې وروسته د استادانو مسلکي پراخیتا امریت له لوري عملي ګامونه پورته شول او د دې برنامې په تطبیق کې یې چارې پیل کړې. دغه برنامه به درې میاشتې دوام وکړي او وروسته له درې میاشتو د عربي ژبې ګډونوال به په روانه توګه پر عربي ژبې تسلط ولري او خبرې، اترې به وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو امریت
