کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

hamid
Mon, Oct 20 2025 2:19 PM
asgsdfg

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پیل وینا وکړه، ګډونوالو ته یې د پوهنتون ملي او نړیوالو ژونالونو کې د مقالو نشرولو او یادو ژورنالونو غني کولو اړوند اړینې توصیې وکړې، زیاته یې کړه: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په کچه د استادانو د روزنې مسلکي پوهنتون دی، کوښښ باید وشي چې تدریسي چارې په منظم ډول پرمخ ولارې شي؛ ترڅو ټولنې ته مسلکي او متعهد استادان وړاندې شي. همدارنګه یې له ګډونوالو سره د پوهنتون ریاست د ١٤٠٤ کال د اولې او دویمې ربعې ګزارش شریک کړ چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شو.

وروسته، د علمي چارو چارو مرستیال د خپل اړونده معاونیت د ١٤٠٤ کال دویمې ربعې ګزارش یې د علمي شورا غړو سره شریک کړ.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو: 
د پوهنتون ریاست د ١٤٠٤کال اولې او دویمې ربعې ګزارش تأییدي، د علمي چارو معاونیت د ١٤٠٤ کال دویمې ربعې ګزارش تأییدي، د ١٤٠٣ کال د پوهنتون استراتیژیک پلان اړوند د عملیاتي پلان د تطبیق ګزارش تأییدي، د نه ګونو پوهنځیو د ١٤٠٤ کال دویمې ربعې ګزارش تأییدي، د پوهنتون نصاب کمېټې دویمې ربعې ګزارش تأییدي، فوق لېسانس برنامو د نصاب بیاکتنې او تعدیل تأییدي، اختصاصي علومو پوهنځي کې د ماسټری برنامې اېجادولو، د استادانو ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو او متفرقه موضوګانو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS