د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د پرانیستې دولتدارۍ علمي سیمینار ترسره شو

keu_admin
Sat, May 29 2021 10:49 AM
۴۵۴۵

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولې میاشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په عمومي تالار کې د پرانیستې دولتدارۍ په اړه علمي سیمینار جوړ شو. د دغه سیمینار موخه دا وه چې استادانو، محصلانو او کارکوونکو ته د قانون د ټینګښت په برخه کې د دوی د ملاتړ راجلبولو په اړه معلومات ورکړي.

په دغه سیمینار کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما؛ د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د عمومي ریاست د پالیسۍ، تفتیش او څېړنې مرستیال ښاغلي محمد ابراهیم تمیل؛ د پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلانو او د پوهنتون د اداري برخې کارکوونکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او د ملي سرود تر غږېدو وروسته د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما په نړۍ کې د پرانیستې دولتدارۍ تاریخ ته په اشارې سره وویل چې روڼتیا، حساب‌ورکول، عامه مشارکت او نوې تکنالوزي کارول د خدمت په برخه کې د پرانیستې دولتدارۍ د اصولو د بنسټیزولو فکتورونه دي. دې زیاته کړه چې شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري اصولو د بنسټیزولو په ترویج سره تل هڅه کړې چې د یوه ښه پوهنتون او شفافې ادارې بېلګه وي. د پوهنتون رئیسې د خپلو خبرو په دوام وویل چې په مالي او اداري برخو کې روڼتیا خوندي کول؛ د پېر په برخو کې له اړوندو مسؤولانو سره د علمي کادر د غړو په راښکېلولو له اداري فساد سره مبارزه؛ له پوهنتون څخه د لوړو زده‌کړو تر وزارت پورې د اداري مراتبو له سلسلې سره سم اونیز، میاشتني او ربع‌وار راپورونه وړاندې کول؛ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د استازو په حضور کې اداري کارکوونکي ګومارل؛ د علمي پروګرامونو د ښه‌والي په برخه کې د محصلانو شکایتونو ته رسیده‌ګي؛ او د اکاډمیکو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د پوهنتون عواید لوړول هغه مهمې لاسته‌راوړنې دي چې په مټ یې شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون روڼتیا او پرانیستې دولتدارۍ ته لاره هواره کړې ده. ورپسې د جمهوري ریاست د دفتر د عمومي ریاست د پالیسۍ، تفتیش او څېړنې مرستیال ښاغلي محمد ابراهیم تمیل د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه په مننې وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هڅه کوي چې د خلکو په تېره د هېواد د لوستو ځوانانو په هڅو سره د روڼتیا او ځواب‌ویلو زمینه تر پخوا زیاته برابره کړي. ده زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت غواړي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له لاسته‌راوړنو سره هم‌مهاله په دې برخه کې د خلکو نظرونه واوري او خلک د روښانه راتلونکي لپاره د خپل دولت او نظام په ملاتړ کې د عملي کړنلارو د طرحو تر څنګ د فساد د له منځه وړلو لپاره یو ګډ لیدلوری ومومي.

د غونډې دوهم پړاو د پنل برخه وه چې د پښتو ژبې او ادبیاتو د څانګې استاد ښاغلي پوهندوی عبدالجبار څپاند، د پرانیستې دولتدارۍ د مجتمع غړي ښاغلي عبدالعزیز کړوخېل، د افغانستان د اداري اصطلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د بشري سرچینو رئیس ښاغلي احمد حامد پوپلزي او د دغه پوهنتون محصل ښاغلي سلیمان اسحاق‌زي د روڼتیا د خونديتوب او پرانیستې دولتدارۍ د کړنلارو پر طرحه بحث وکړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS