د علمي څېړنو مرکز د کمېټې نوبتي ناسته

keu_admin
Sat, May 29 2021 10:44 AM
۴۵۴

د پوهنتون د علمي څېړنو مرکز د روان کال د غبرګولې میاشتې په ۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ نوبتي ناسته وکړه چې د علمي څېړنو د مرکز آمرې آغلې پوهنیار نرګس ستانکزۍ او د دغه مرکز غړو ګډون پکې کړی و. په دې ناسته کې پر لاندې موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

• په ناسته کې د استادانو شپږ علمي آثار او د مرکز او ولایاتو د پوهنتونونو د استادانو د موضوع ټاکلو وړاندیزونه د کتنې او نظر څرګندولو لپاره د علمي څېړنو د مرکز غړو ته وسپارل شول.

• د مرکز او ولایاتو د پوهنتونونو د استادانو د علمي کنفرانسونو موضوعات د لومړي فیډبک تر اخیستو او دویم ‌ځلي اصلاح وروسته د کتنې او فیډبک څرګندولو لپاره د مرکز غړو ته وسپارل شول.

• د استادانو د ۱۴۰۰ کال د لومړۍ ربعې د علمي کنفرانسونو د ترسره کېدو پر نېټه بحث وشو. په بحث کې پرېکړه وشوه چې د استادانو علمي کنفرانسونه به د روان کال د غبرګولې میاشتې په ۲۴مه نېټه پیل او درې ورځې به په بېلابېلو حوزو کې ترسره شي.

• په پای کې له هغو بنسټونو او علمي ادارو سره د هوکړه‌لیکونو پر امضا کولو بحث وشو چې له علمي څېړنو سره مرسته وکړای شي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS