کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو!

hamid
Tue, Feb 03 2026 2:08 PM
456لنت

 سه شنبه، ١٥/۸/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو، چې په لومړۍ ورځ یې د کابل جـ.ـهـ.ـادي مدرې شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل رحماني، د دې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس شبخ الحدیث عبدالمعید ابوالجراد او د پوهنې وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي صبغت الله وصیل د ورکړل شویو موضوعاتو اړوند مفصل بحثونه وکړل. 

د سمینار په پیل کې د پوهنتون علمي مرستیال مولوي احسان الله"ناصح" ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د استادانو او علمي کهول پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل چې دا سمینار د پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او کارمندانو سره د مذاکرې په موخه جوړ شوی دی، چې درانه شیوخ کرام به ورکړل شوي موضوعات د درېیو ورځو په اوږدو کې وړاندې کړي.
ده یاده کړه، چې درانه مسؤلین، استادان او کارمندان دې له دې فرصته سالمه ګټه واخلي او د موضوع په پای کې دې شته پوښتنې له قدرمنو شیوخو مطرح کړي.

 ورپسې د کابل جـ.ـهـ.ـادي مدرسې شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل رحماني 
 د “اخلاص، زهد، تقوا او نیت اصلاح” اړوند دیني او علمي بحث ته وبلل شو، نوموړي استادان د ټولنې معزز قشر وبلل او په وینا یې که دوی خپل نیتونه اصلاح کړي او خپلو ماتحتو ته له اخلاص، زهد او تقوا سره مل تدریس وکړي؛ ټولنه به له دیني، عملي او اخلاقي اړخه د عروج پوړیو ته رسېږي.

د سمینار په جریان کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث عبدالمعید ابوالجراد د “اېمان او د اېمان شبعو” اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې، ده وویل: اېمان مونږ له منکراتو منع کوي او اطاعت او تقوا ته مو رابولې. نوموړي زیاته کړه چې مؤمن باید تل د خپل ایمان د ساتنې په فکر کې وي؛ ځکه ایمان زوال لري، چې کله له مؤمن څخه د جهل په وجه، کله ځان لوړاوي په وجه او کله د حکمي کفري مواردو په انجام زایلېږي.

د سمینار د لومړۍ ورځ په پای کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ الحدیث صبغت الله وصیل ګډونوالو ته "د یووالي پر اهمیت، تعصب پر ضررونو او د امام ابوحنیفه رحمه الله د منقبت او د هغه د تقلید او پیروي حکم" اړوند دوه بېلابېل بحثونه وکړل، نوموړي په اسلام کې د یووالي اهمیت او تعصب مردودیت ته په اشارې سره وویل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت سره هممهاله د مهاجرو او انصارو ترمنځ د اخوت او یووالي تړون وکړ. په حجة الوداع کې خوږ نبي علیه السلام په ډاګه کړه، چې تاسو کې سپین په تور، تور په سپین، عرب پر عجم او عجم پر عرب هیڅ بهتري نه لري؛ بلکه بهتري په تقوا کې ده. 

ده زیاته کړه، که مونږ پردیو ته فرصت ورکړو، هغوی به ضرور زموږ په منځ کې د قوم، ژبې، نژاد او تنظیم له اړخه درز پیدا کوي او بیا به مو د یو بل پر وړاندې وکاروي. 
دا راز ښاغلي وصیل د حضرت امام ابوحنیفه رحمه الله منقبت او د هغه تقلید ته په اشارې وویل، چې محدثین په دې اند دي، چې احادیث دوه اړخه/مخه لري، یو یې ظاهر دی، بل باطن، چې په دې اړخونو د پوهېدا لپاره ځینې رجال پیداکېږي، هغوی یې بیا هر اړخ سنجوي، شرح کوي، اجتهاد ورڅخه کوي او نورو مسلمانانو ته یې وړاندې کوي.
دا رجال له دیني، علمي، بصیرتي او ذهني اړخه تر نورو هغو مخکښ او وتلي وي، چې د نورو لپاره ده ته غوږ نیول، د ده منل او د ده پیروي لازمه دي.

د سمینار لومړۍ ورځ د دعایې په ویلو پای ته ورسېده او یاد سمینار به راتلونکې دوه ورځې نور هم دوام مومي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS