کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره" په ښوونیزو سازمانونو کې د ټکر مدیریت او د اختلافاتو حل  " ترسرلیک لاندې دو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي  ورکشاپ پیل شو!

hamid
Wed, Sep 10 2025 2:16 PM
asdasdasa

چهارشنبې ورځ ١٧/٣/١٤٤٧ ه.ق چې له ١٩/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره "په ښوونیزو سازمانونو کې د ټکر مدیریت او د اختلافاتو حل" ترسرلیک لاندې دوه ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، د استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور"عمرخیل" د پیل وینا وکړه او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د استادانو ظرفیت لوړاوي او تدریسي چارو ښه والي برخه کې یاد ورکشاپونه خورا مهم ګڼل کیږي، همدارنګه یې: استادانو ته په ورکشاپونو کې د ګډونوالي او خپلو تحصیلي رشتو مطابق د لا زیاتو څېړنو ترسره کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" ګډونوالو سره د ورکشاپ دایرولو د اهدافو او ضرورتونو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

یاد ورکشاپ د ښاغلي استاد پوهندوی زین الله"صالحي" لخوا رسماً پیل او د (د ټکر تعریف، د ټکر ډولونه، د ټکر کچې، د سازماني ټکر لاملونه، رهبري او د ټکر مدیریت، د ټکر د مدیریت پنځه عام سبکونه، د اختلافاتو حل، د سازماني اختلافاتو د حل لارې چارې، د اختلافاتو د حل مرحلې) موضوعاتو اړوند له استادانو سره هراړخیز معلومات شریک شول

Latest news

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

Tue, Sep 02 2025 11:07 AM
Background image

Meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University Held

On Tuesday, 9/3/1447QA, corresponding to 11/6/1404 SH, a meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University was convened, during which the academic curriculum for the. . .

Tue, Sep 02 2025 9:40 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS