کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
Mon, Mar 03 2025 1:51 PM
EFG78D9+

دوشنبې ورځ د ۱۳/۱۲/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۳/۹/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د رهبرۍ شورا له غړو څخه منندویي وکړه چې د پوهنتون روان کال ټولې تدریسي او اداري چارې یې په منظمه توګه پای ته رسولي، همدارنګه یې د اداري شورا غړو ته وویل: د ١٤٠٤ کال تدریسي بهیر پیلیږي، هیله لرو چې ټولو چارو کې منظمې آماده ګۍ ونیول شي او استادان او محصلین پر وخت خپلو درسونو ته حاضر شي، زیاته یې کړه: د ١٤٠٤ کال لپاره نه ګوني پوهنځیو مسؤولین باید خپل کاري پلان جور کړي او خپل ضروریات د څو ورځو په جریان کې پوره کړي ترڅو د راتلونکي کال تدریسي بهیر کې له کوم خنډ سره مخ نشي.

وروسته، د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

د پوهنتون ریاست مقام سره د پوهنځیو همغږي او علمي شورا دایرېدلو، د ثقافت څانګې څخه د تفسیر او حدیث څانګې ته د دوه کادري بستونو انتقال، له جمنازیوم او ورزشي ساحو څخه د ګټې اخیستنې طرزالعمل تأییدي، د پوهنتون خریدارۍ کمېټې د لارښود تأییدي، په ١٤٠٤ کال کې د جمنازیوم د آمریت بست تشکیل، پر وخت د مراجعینو کارونو ترسره کولو او د پوهنتون د اوبو کنترول اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS