کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
Mon, Jan 20 2025 12:19 PM
54atty

 

دوشنبې ورځ د ۱/۱۱/١٤٠٣ ه.ش چې له ۲۰/۷/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې له هغو استادانو منندویي وکړه چې د پوهنتون چارو ښه والي او استادانو ظرفیت لوړاوي برخه کې یې لڼدمهاله او اوږدمهاله ورکشاپونه پیل کړي او د پوهنتون پرمختګ لپاره هڅې کوي، همدارنګه یې د علمي شورا غړو ته وویل: پوهنتون یو اکاډمیک ځای او زمونږ او تاسو مشترک کور دی، باید په ګډه سره ورته خدمت وکړو، د متقابل احترام ترڅنګ د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق خپلې دندې پرمخ یوسو، زیاته یې کړه: هغه استادان چې علمي مقالې لیکي باید محتوا او عنوان یې په غور وکتل شي او مقالې په سمه توګه وڅېرل شي.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د ماسټړۍ او دوکتورا برنامو د پروپوزل طی مراحل کولو او تېزس دفاع اړوند بحث، د محصلانو چارو معاونیت لخوا د ماسټرۍ برنامو د محصلانو اداري کارونو مخته وړلو، د عمومي ښوونې او روزنې او مخکې له ښوونځي او ابتدایې ښوونې او روزنې څانګو د نومونو تغییرولو، د علمي چارو معاونیت دویمې او درېیمې ربعې، څېړنو او علمي مجلو معاونیت درېیمې ربعې، مالي او اداري معاونیت درېیمې ربعې او تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي د درېیمي ربعې ګزارشونو تأییدي، د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو او نورو متفرقه موضوګانو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS