کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر په ترڅ کې په لومړۍ او دویمه ورځ په غزني ولایت کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه د لېدنې ترڅنګ په زابل ولایت کې د امیرالمؤمنین(رح) مبارک زیارت ته د دعا کولو په پار ولارل!

hamid
Mon, Jan 13 2025 1:54 PM
ا86ث4ا4

چهارشنبې ورځ د ١٩/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٧/٧/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر په ترڅ کې په لومړۍ او دویمه ورځ په غزني ولایت کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست او نورو تاریخي او دیني ځایونو څخه د لېدنې ترڅنګ په زابل ولایت کې د امیرالمؤمنین(رح) مبارک زیارت ته د دعا کولو په پار ولارل.

یاد سیر علمي چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو او د دعوت او ارشاد څانګو آمرینو په لارښونه ترسره کیږي، محصلینو به په یادو ولایاتو کې د تاریخي، دیني او باستاني ځایونو اړوند هراړخیز معلومات ترلاسه کړي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلین په غزني ولایت کې د یاد علمي سفر له تجربو او لاسته راوړنو ترڅنګ یې د امیرالمؤمنین (رح) په زیارت کولو او د یاد دیني او مبارز شخصیت پېژندلو اړوند خوښي څرګنده کړې او دا علمي سفر یې په خپل ژوند کې نه هېرېدونکۍ او خپلو تحصیلي دوره کې له لاسته راوړنو ډګ علمي سفر بللی.

یاد سیر علمي به دوه ورځې نور هم دوام وکړي او په غزني او زابل ولایتونو کې د تاریخي او دیني ځایونو د لیدنې ترڅنګ به محصلین قندهار ولایت ته هم ولار شي او په دې ولایت کې به له مختلفو ځایونو څخه لیدنه وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS