کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "پېژندنې-رفتاري درملنې اساساتو او اصولو" ترسرلیک لاندې یو میاشتنۍعلمي ورکشاپ پیل شو!

hamid
Tue, Dec 31 2024 9:23 AM
بی3لیب

دوشنبې ورځ د ٢٨/٦/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٠/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د مشاورې مرکز لخوا، محصلینو ته "پېژندنې-رفتاري درملنې اساساتو او اصولو" تر سرلیک لاندې علمي یو میاشتنۍ ورکشاپ پیل شو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د محصلانو چارو مرستیال، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" په خپلو خبرو کې د مشاورې مرکز مسؤولینو او استادانو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ یې پیل کړ او محصلینو ته یې د ورکشاپ ارزښت، په آرامه فضا کې د مطالعې کولو، د مطالعې وخت پېژندلو او په وخت درس ته حاضرېدلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

یاد ورکشاپ چې یو میاشت به دوام وکړي د ښاغلي استاد پوهنیار صفی الله "محمدي" لخوا پرمخ وړل کیږي چې د (پېژندنې-رفتاري درملنې د اساساتو او اصولو سره پېژندنې، د دې درملنې کلیدي تخنیکونو زده کول، د ناسالمو افکارو پېژندنې او د هغو ځای نيونې لپاره د مثبت فکر کولو او د عملي تمرینونو ترسره کولو) موضوعات به له محصلینو سره شریک شي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS