کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت لخوا نویو ګومارل شویو اداري کارمندانو ته د " اداري فساد او له هغه څخه د مخنیوي روشونو" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو!

hamid
Thu, Dec 26 2024 11:11 AM
54متنتنا

پنجشنبې ورځ د ٢٤/٦/١٤٤٦ ه.ق چې له ٦/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت لخوا نویو ګومارل شویو اداري کارمندانو ته د "اداري فساد او له هغه څخه د مخنیوي روشونو" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د محصلانو چارو مرستیال، کارکوونکو چارو آمریت مسؤولینو او اداري کارمندانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي ګل رحمان"وثیق" په خپلو خبرو کې د کارکوونکو چارو آمریت څخه مننه وکړه چې یاد سیمینار یې دایر کړو او نویو ګومارل شویو کارمندانو ته یې اداري فساد څخه د ځان ساتنې او په دنیا او آخرت کې د اداري فساد ضررونو، په دندو کې د صداقت، ایماندارۍ او ریښتینولۍ اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

یاد سیمینار د ښاغلي مدیر صاحب عبدالرشید "سامع" لخوا کارمندانو ته وړاندې شو.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS