کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې استادانو ته "په تحصیلي بنسټونو کې د انتقادي فکرونو د مهارتونو انکشاف" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي درې ورځنی ورکشاپ دایر شو!

keu_admin
Thu, Jul 25 2024 5:10 PM
5525
 
دوشنبې ورځ ١٦/١/١٤٤٦ هــ ق چې له ١/٥/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې استادانو ته "په تحصیلي بنسټونو کې د انتقادي فکرونو د مهارتونو انکشاف" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي درې ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، پي-دي-سي آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان"رشیدي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: استادان د ټولنې یو مهمه برخه ده او استادان د علم او زده کړو ترڅنګ باید د ښو فکرونو خاوند وي، همدارنګه یې استادانو ته د نویو میتیودونو مخته وړلو، تدریس څخه مخکې د پوره چمتووالي، محصلینو سره د ښه سلوک او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
په پای کې د ښاغلي پوهنمل سیدیاسین"قنبري" لخوا ورکشاپ رسماً پیل شو چې درې ورځې به دوام ولري.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS