کابل ښوونې او روزنې پوهنتون دیجیټل کتابتون پرانیست غونډه تر سره شوه!

keu_admin
Wed, Jul 17 2024 2:42 PM
45
چهارشنبې ورځ د ١١/١/١٤٤٦ هـ.ق. چې له ٢٧/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداراي آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي کتابتون آمریت لخوا د معلوماتي تکنالوژۍ آمریت په همکارۍ سره د دیجیټل کتابتون پرانیست غونډه تر سره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا“هاشمي” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد کتابتون اړوند له مسؤولینو مننه وکړه چې محصلینو ته یې د آنلاین زده کړو په برخه کې یې دیجیټل کتابتون پرانیست .
همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې له ټولو استادانو وغوښتل چې د کتابتون په غني کولو کې د تحقیقاتو او علمي مجلو معاونیت سره پوره همکاري وکړي.
د غونډې په جریان کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د دیجیټل کتابتون ضرورتونو او ارزښت اړوند هراړخیزي خبرې وکړې.
وروسته، د کتابتون مسؤول ښاغلي حفیظ الله "جهادوال" له ګډوونکونکو سره د دیجیټل کتابتون جوړښت او ګټه اخیستنې اړوند معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې یاد کتابتون په څلورو (پښتو، دري، عربي او انګلیسي)ژبو سره ترتیب شوی چې په زرګونو کتابونه به ورته اضافه شي او هر ګټه اخیستونکی به ځان لپاره دې کتابتون کې اکونټ جوړوي او په ډېره آسانتیا سره به ورڅخه ګټه اخلي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS