کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

keu_admin
Tue, Jul 09 2024 9:07 AM
444
شنبې ورځ د ۱۶/۴/١٤٠٣ ه.ش چې له ۲۹/۱۲/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون تر منځ په دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او سلام خصوصي پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي استاد ابوبکر "مدقق" ترمنځ لاسلیک شو.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه، او د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړه لیک په تطبیق کولو یې تأکید وکړ، زیاته یې کړه، یاد هوکړه لیک یوازې د صفحو پرمخ نه، باید عملي بڼه ولري.
یاد هوکړه لیک چې په شپږو(٦)مادو کې ترتیب او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون ترمنځ په علمي او تحقیقي برخو کې د (سیمینارونو او ورکشاپونو دایرولو، ظرفیت لوړاوي، کتبې آثارو ترجمه او چاپ، علمي مجلو کې د تحقیقي آثارو چاپ، سیر علمي برنامو برابرولو او نورو برخو کې د دوه اړخیزو ګډه همکاريو)اړوند لاسلیک شو.
یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېد.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS