کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Tue, Jun 25 2024 9:03 AM
5525
 
دوشنبې ورځ د ٤/٤/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٧/١٢/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د تېر شوي لوی اختر مبارکي ورکړه، همدارنګه یې د علمي شورا غړو ته د پوهنتون کتابتون ته د زیاتې توجو، په منظمه توګه د دندو مخته وړلو، په پوهنتون کې د ښو سیسټمونو څخه ګټه اخیستنې او په ښه او منظمه توګه د نړیوالو ژبو د ازموینې اخیستلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
همدارنګه د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د پوهنتون عمومي کتابتون د وسایلو او کتابونو اخیستلو، د نه ګوني پوهنځیو ترمنځ د همغږۍ شتون، لوړو زده کړو وزارت ای ټي ریاست ته د سیسټمونو غوښتلو لپاره وړاندیز، د متقاعدینو استادانو د اسنادو څېړلو، د مرکزي او ولایتي استادانو څخه د نړیوالو ژبو ازموینې اخیستلو او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS