د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست د پوهنتونونو معلوماتي تکنالوژۍ څانګې او د افغان یکس کورسونو د ثبتولو مسؤولینو ته د لوړو زده کړو نوی زده کړیز مدیریت سیستم، معرفی لپاره دوه ورځنی ورکشاپ پیل کړ!

keu_admin
Sat, Nov 25 2023 9:44 AM
54545

 

سې شنبې ورځ ٧/٥/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٣٠/٨/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست د مرکزي پوهنتونونو معلوماتي تکنالوژۍ څانګې مسؤلینو او د کورسونو د ثبتولو استادانو ته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په ICT دفتر کې د (برېښنایي زده کړو پېژندنې، برېښانیي زده کړو اهدافو، برېښنایي زده کړو ضرورتونو او برېښنایي زده کړو میتودونو) اړوند، دوه ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین، لوړو زده کړو علمي مشاور او د علمي پراختیا رئیس او مسؤولینو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال او مسؤولینو په ګډون پيل شو.

یاد ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مشاور ښاغلي پوهنوال غلام دستګیر “خاورین” په خپلو خبرو کې د ورکشاپ د ارزښت او اهمیت اړوند معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو سره به د یادې څانګو مسؤلین به له ډېرو تجربو برخمن شي او برېښنایي برخو کې به له خنډ سره مخ نشي.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ اړوند چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توپ پیل شوی خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه چې د پوهنتون رهبري د یاد ورکشاپ په مخته وړلو کې پوره همکاري کوي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله "خیر خواه" په هېواد کې د برېښنايي زده کړو د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزي خبرې وکړې او د یاد ورکشاپ له مسؤولینو څخه یې مننه وکړه چې داسې برنامې ایجادوي.

په پای کې د مسؤولینو لخوا د برېښنايي زده کړو ورکشاپ رسماً پیل شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS