د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پېژند غونډه!
دوشنبې ورځ د 18/3/1445 ه.ق چې له 11/7/1402 ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت ته د ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" د پېژندنې په مناسبت، چې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو رئیس او راغلي پلاوي، پوهنتون رئیس، دعلمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو ګډون درلود غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لمړی د لوړو زده کړو، بشري سرچینو رئیس ښاغلي مفتي عبدالکریم“امیري”، ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل: چې ښاغلی "زبیر" د دیني او علمي استعداد خاوند دی د الله تعالی له درباره ورته په چارو کې کامیابي غوارو او هیله لرو چې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي. .
وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث والقران مولوي سید بشیر آغا “هاشمي” د مبارکۍ ترڅنګ له نوي ټاکل شوي مرستیال څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو او فکرونو په مرسته د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي.
په پای کې ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" د ا.ا.ا او لوړو زدهکړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مقام ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول هڅې به ونه سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.
په آخر کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
